Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

Новости за 04.12.2024

یونانۍ کورنۍ د کولالۍ لرغونی هنر ژوندی ساتلی دی

Mashaalradio.com 

د یونان په یو ټاپو کې یوې کورنۍ د کولالۍ پېړیو پخوانی هنر ژوندی ساتلی دی. هغه کورنۍ د خاورینو لوښو جوړولو لپاره پخوانۍ طریقه کاروي چې د ملګرو ملتونو د ساینس، تعلیم او فرهنګ چارو اداره (یونېسکو) یې کلتوري میراث بولي. د رویټرز اژانس له ویډيو جوړ رپورټ.

د نړۍ په جګړه ځپلو سیمو کې له خلکو سره د مرستې لپاره د ۴۷ میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د نړۍ په جګړه ځپلو سیمو کې له خلکو سره د مرستې لپاره له مرستندویو هېوادونو څخه د ۴۷ میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو د مرستو د څانګې مشر ټام فلیتچر پرون په ژنیو کې خبریالانو ته وویل، دې پیسو ته په راروان ۲۰۲۵م کال کې د نړۍ له هغو ۱۹۰ میلیون وګړو سره د مرستې لپاره اړتیا ده چې له جګړو څخه تښتېدلي او له لوږې سره لاس ګرېوان دي. د فلیتچر په وینا ملګرو ملتونو له هغو پیسو څخه چې په روان کال کې یې له مرستندویو هېوادونو څخه غوښتې وې حتی نیمايي برخه لا نه دي ترلاسه کړي. د... Читать дальше...

ازادي راډیويي مجله؛ په جرمني کې د ماشومانو لپاره ادبي غونډه جوړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې اورئ چې په جرمني کې د ماشومانو لپاره روانه اوونۍ ادبي غونډه جوړه شوه. په خپرونه کې د خاطرې لیکلو په اړه اورئ، د شعر نقد وړاندې کېږي او دغه راز دا هم اورئ چې افغان سندرغاړې آریانا سعید د عربانو یوه هنري جایزه اخیستې ده. د دې خپرونې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

د ناکامورا د وژنې پنځم تلین؛ یو شمېر افغانان د هغه د وژونکو نیول او کورنۍ ته یې عدالت غواړي

Pa.azadiradio.com 

نن د ډسمبر څلورمه د جاپاني ډاکتر تیتسو ناکامورا پنځم تلین دی. په داسې حال کې چې نن د ډسمبر څلورمه په افغانستان کې د جاپاني ډاکټر تیتسو ناکامورا د وژل کېدو پنځه کاله پوره شول د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، لا هم د نوموړي وژونکي نه دي نیول شوي. دوی وايي، د پنځه کالو په تېرېدو د وژل شوي ناکامورا کورنۍ ته عدالت ونه رسېده او دا چې د هغې د وژنې په اړه د پیل شویو څېړنو په اړه هم معلومات نه لري. د ننګرهار اوسېدونکي سید سالار خادم ازادي راډيو ته وویل: "تر اوسه پورې د هغه قاتلان ونه نیول شول، په‌کار... Читать дальше...

په ګرجستان کې د معترضانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې د مظاهرو ضد پولیسو د شپږمې پرله‌پسې شپې په مخه بېګا د معترضانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو شیندلو له ماشینونو کار واخیست. په سیمه‌ییز وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پولیسو هڅه وکړه چې معترضان د پارلمان د وانۍ له مخې لیرې کړي، خو یو شمېر مظاهره چیانو د اوبو پر وړاندې نڅا کوله او ځینو نورو ځانونو تر چتریو لاندې پټ کړي وو. له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د معترضانو په لیکو کې تندلارو کسانو د تاوتریخوالي غیرقانوني اقدامات پیل کړي دي. په ګرجستان... Читать дальше...

امریکايي او روسي استازو لفظي شخړه کړې او یوبل یې د تروریزم په ملاتړ تورن کړي

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د روسیې او متحدوایالتونو استازو تېره شپه په سوریه کې د روان بحران په اړه د امنیت شورا په غونډه کې لفظي شخړه وکړه او یوبل یې د تروریزم په ملاتړ تورن کړل. په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ په خپلو خبرو کې په سوریه کې د روان کړکېچ د کمېدو او د ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه وکړه. هغه د ولسمشر بشار الاسد ځواکونه او روسیه پر ښوونځیو او روغتونو د حملو پر مهال د ملکي وګړو په مرګ‌ژوبله تورن کړل او په ځواب کې یې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزیا وویل، دا... Читать дальше...

د ناټو عمومي منشي: د ناټو غړي هېوادونه دې پر وسلو د اوکراین پر سمبالولو ډېر تمرکز وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي مارک روته پرون سې شنبې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د دې تړون د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې د ناټو له غړیو هېوادونو غواړي چې ډېر پر وسلو د اوکراین پر سمبالولو تمرکز وکړي نه پر هغو بحثونو چې پر دې هېواد د روسیې د یرغل د پای ته رسولو پر څرنګوالي څرخي. د جرمني د خبري آژانس د راپور له مخې، د ناټو عمومي منشي د روسیې د بشپړ یرغل پر وړاندې له اوکراین څخه پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا هېواد د هوایي مدافعې د سیستمونو په ګډون ډېرو پوځي مرستو ته اړتیا لري نه ډېرو... Читать дальше...

په کانګو جمهوريت کې د یوې ناروغۍ له کبله د لسګونه کسانو مړینه؛ چارواکي: په دې اړه څېړنه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د کانګو جمهوريت په جنوب لوېدیځ کې یو چارواکی وایي، په سیمه کې د هغې خپرې شوې ناروغۍ په اړه چې انفلونزا ته ورته ده او په وروستیو دوو اوونیو کې یې له کبله په لسګونو کسان مړه شوي، څېړنه روانه ده. د کوانګو ولایت والي اپولینیر یومبا خبریالانو ته د دغې ناروغۍ نښې تبه، سردردي، ټوخی او د وینې کموالی وښود او د هغه مرستیال اسوشېټېډپرېس آژانس ته که څه هم د هغو کسانو دقیق شمېر ونه ښود چې تراوسه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي، خو ویې ویل چې شمېر یې د ۶۷ او ۱۴۳ تنو ترمنځ دی. تر دې مخکې د کانګو په نوم ناروغي... Читать дальше...



پوتین او اردوغان: د سوریې په شمال کې د روان کړکېچ د هواري لپاره ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او ترکیې ولسمشرانو، ولادمیر پوتین او رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چې د سوریې په شمال کې د روان کړکېچ د هواري لپاره ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده. دواړو ولسمشرانو پرون سې شنبې پرټیلفون خبرې وکړې. د اردوغان له دفتره پرون سې شنبې په خپره شوې اعلامیه کې غوښتنه شوې چې سوریه باید د پراخې بې ثباتۍ یوه سرچینه نه‌شي. د دغې اعلامیې له مخې چې د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په خپله ایکس پاڼه کې خپره کړې، اردوغان له پوتین سره په خبرو کې ټینګار کړی چې ترکیه د دې ترڅنګ چې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ ته دوام ورکوي،... Читать дальше...

آزادۍ جبهې په کابل کې د پنځو طالبانو د وژلو او دوو نورو ټپي کولو ادعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې په پلازمېنه کابل کې یې لږترلږه پنځه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. دې ډلې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې په وژل شویو کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو چارواکی مولوي مبشر هم شامل دی. د شوې ادعا له مخې، دا طالبان پرون ماښام هغه مهال ووژل شول چې وسله‌والو یې د امر بالمعروف وزارت د موټرو پر کاروان برید وکړ. د آزادۍ جبهه وايي چې دا طالبان د خیرخانې مېنې د ۱۰۲ بستریز روغتون پر لور روان وو، څو... Читать дальше...

طالبانو له ترکمنستان سره په پوله د یوه موقت بندر د جوړولو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت له ترکمنستان سره په پوله د یوه موقت بندر د جوړولو خبر ورکوي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس پرون سې شنبې په خپله ایکس پاڼه کې ولیکل چې په چشمه اسلیم کې د دغه بندر د جوړولو پرېکړه د طالبانو د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو د مرستیال او د ترکمنستان د سرحدونو د چارو د مرستیال ترمنځ غونډه کې شوې ده. په دې اړه چې دغه بندر به په څومره وخت کې جوړېږي او څومره لګښت به پرې راځي، نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي. افغانستان او ترکمنستان چې څه باندې اته سوه کیلومتره... Читать дальше...

د طبي زده‌کړو په مرکزونو کې د افغان نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیز وغندل شو

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل د قابله‌ګانواو نرسانو د روزنې په ګډون د طبي زده‌کړو په مرکزونو کې د ښځینه روغتیاپالانو پر زده‌کړو د طالبانو له‌خوا لګول شوی بندیزغندلی او هغه یې په دې هېواد کې پر ښځو او نجونو یوازې د جنسیټ پر اساس بل سیستماتیک برید بللی دی. د دې سازمان د جنوبي آسیا څانګې پرون سې شنبې په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو د مشرتابه نوی فرمان مسخره او هغه یې په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د دوی له رسېدو راهیسې د ښځو پر وړاندې یو له سختو اقداماتو څخه بللی دی. دې سازمان ویلي چې دغه بندیزونه... Читать дальше...

ریچارډ بینېټ: په افغانستان کې له مجازاتو د معافیت فرهنګ باید پای ته ورسول شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ وایي، په افغانستان کې له مجازاتو د معافیت فرهنګ باید پای ته ورسول شي. بینېټ دغه څرګندونې پرون سې شنبې د هالنډ په هاګ ښار کې په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې. هغه وویل: "په اوس وخت کې هلته ( افغانستان) کې د معافیت فضا خپره ده او هرڅه چې ترسره کېږي، ورسره حساب نه کېږي. دغه حالت باید پای ته ورسول شي او باید حساب وشي. هغه هم داسې مهال چې په افغانستان کې... Читать дальше...

په طبي انسټېټیټونو کې د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز کورني او نړیوال غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د منځنیو طبي زده‌کړو په انسټېټیټونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. صبرګل سلطاني چې د طبي زده‌کړو د یوه انسټېټیوټ محصله ده، په ژړغوني غږ پرون سې‌شنبې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو دغې پرېکړې یې د راتلونکې په اړه ډېرې هیلې مړاوې کړې. مېرمن سلطاني وویل:"ډېره هیله مې درلوده چې زده‌کړې وکړم، تحصیل وکړم یو چېرې ورسېږم، افتخار وکړم او وکولای شم چې له خپلو میندو او خویندو سره مرسته وکړم. واقعاً، سخته ده، هیڅ څه نه شم ویلی، ډېر درد لرم، ډېره راته سخته... Читать дальше...

د بانکونو نړیواله ورځ؛ شنونکي: په افغانستان کې د بانکدارۍ سیستم له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دی

Pa.azadiradio.com 

که څه هم په افغانستان کې پر بانکي خدماتو ځینې لګول شوي محدودیتونه لا هم پر خپل حال دي، خو یو شمېر افغانان وايي چې بانکونو یې د ژوند په چارو کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي دي. دوی د بانکونو د نړیوالې ورځې په مناسبت له ازادي راډیو سره په خبرو کې سپارښتنه وکړه چې په افغانستان کې بانکي خدمتونه دې لا پراخ او په دې برخه کې دې شته ستونزې حل شي. د بلخ ولایت د مزار شریف ښار د باختر په لېسه کې ښوونکې حسینا چې اوس یوازې له شپږم ټولګیو ښکته نجونو ته تدریس کوي، وايي میاشتنۍ تنخوا یې د بانک له لارې ترلاسه کوي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Блинкова обыграла Росе и вышла во второй круг турнира WTA в Лиможе






МНОГО НАТО НЕ НАДО ХОРОШИМ ДРУЗЬЯМ! И "ЧАС ПИК": СПЕЦOПЕРАЦИЯ РОССИИ В СИРИИ. Россия, США, Европа могут улучшить отношения и здоровье общества?

Игорь Петренко о разборках с Екатериной Климовой за алименты: «Мы — люди живые, у всех есть свои слабости»

Сергей Собянин. Главное за день

Андрей Воробьев: более 30 проектов с использованием ИИ реализуется в Подмосковье