د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبه د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوي. فرانس پرېس خبري اژانس د بېلابېلو دیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي چې د غونډې بحثونه به د بندو دروازو تر شا وي. دغه غونډه یوه ورځ وروسته تر هغه جوړېږي چې په سوریه کې د اسد د کورنۍ د نژدې نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګه شوه او دغلته واک د حکومت مخالفو وسلهوالو ته په لاس ورغی. د سوریې پرځېدلی ولسمشر بشار الاسد او د هغه کورنۍ د دمشق تر سقوط وروسته مسکو ته تللي او د روسیې دولتي رسنیو ویلي، مسکو نوموړي ته بشري پناه ورکړې ده.