Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2020

د سولې ولسي حرکت: طالبانو لا هم 'نظري' نه دی خوشې کړی

0
د سولې ولسي حرکت وايي، په ارزګان ولایت کې د دوی د یوه مخکښ غړي د تښتول کېدو ۲۰ ورځې پوره شوې خو لا نه دی خوشې شوی.


د دې حرکت ویندوی بسم الله وطندوست ازادي راډیو ته وویل چې نظر جان نظري د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروۍ په ۲۹ د سولې د موافقې د لاسلیک په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ته تللی و چې د دې ډلې له لوري ونیول شو.


بسم الله وطندوست له طالبانو وغوښتل چې د دوی غړی ښاغلی نظري ژر تر ژره خوشې کړي.


وطندوست همداراز وویل چې له طالبانو سره یې تر اوسه د نظري د خلاصون په اړه څو ځلې خبرې کړي او هغوی له ژمنې سره سره نه دی خوشې کړی.


طالبانو تر دې پخوا هم په ځلونو د سولې د ولسي حرکت غړي نیولي خو له څه مودې وروسته یې بېرته خوشې کړي دي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса