Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2020

کورنیو چارو وزارت: له طالبانو به د زابل د برید غچ واخلو

0
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو څخه به د زابل د پروني برید غچ واخلي.


د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروې امیني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به طالبانو ته د دې برید سخت ځواب ورکړي.


د زابل د چارواکو په وینا طالبانو د خپلو نفوذي کسانو په مرسته پرون جمعه سهار وختي د زابل ولایت مرکز کلات ته نژدې د لویې لارې پر یوه پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې یې د ملي اردو او ملي پولیسو ۲۴ سرتېري ووژل شول.


طالبانو تراوسه پورې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.


د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، چې تېره میاشت په دوحه کې لاسلیک شوه، طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса