Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د طالبانو حکومت له چيني شرکت د مس عينک پروژې د تړون پلي کېدو غوښتنه کړې

0
د طالبانو حکومت د چین له ام سي سي شرکت څخه غوښتي چې د مس عینک د پروژې د تړون اړوند خپل مسوولیتونه ادا کړي.


په همدې هدف د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د مس عینک د پروژې د قراردادي چینايي شرکت ام سي سي له مرستیال اوو مين سره لیدلي.


د کانونو وزارت د اعلامیې له‌مخې په دې لیدنه کې د مس عینک پروژې د مختلفو برخو د لرغونو اثارو د انتقال، د شته ننګونو د حل او قراردادونو په اړه بحث وشو.


اعلامیه زیاتوي چې شهاب الدین دلاور پر چینايي شرکت غږ وکړ چې د تړون له مخې خپل ټول مسوولیتونه او مکلفیتونه تر سره کړي او د یادې پروژې کار عملاً پیل کړي.


د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت په اعلامیه کې د MCC شرکت د اجرایوي مرستیال اوو من په حواله راغلي چې د عینک له سیمې څخه د لرغونو اثارو تر بشپړ انتقال وروسته به په عملي توګه خپلې ساختماني چارې پيل کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса