د ښځینه فوټبال نړیوال جام پیل؛ نایجریا او کاناډا مساوي لوبه وکړه
ټاکل شوې, چې نن په دوهمه لوبه کې, فلیپین له سویسزرلنډ سره او اسپانیا له کاستاریکا سره مخامخ شي.
پرون کوربه هیواد نیوزیلنډ د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې ناروې ته یو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.
په بله لوبه کې استرالیا د ایرلنډ ملي لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړه.
د دې نړیوال جام لوبې به د یوې میاشتې په ترڅ کې په نیوزیلنډ او استرالیا کې تر سره شي.
