د ډلهييز امنيتي تړون غونډه؛ له نشهيي توکو پاک د سولهييز افغانستان غوښتنه وشوه
ياد سازمان اعلان وکړ چې، له جګړې، تروریزم او مخدرو موادو پاک سولهییز افغانستان غوښتونکي دي.
دوی پرون (پنجشنبې) د قزاقستان په پلازمېنه آستانې کې د یوې اعلامیې په تصویبولو، د افغانستان لپاره د بشري مرستو د زیاتولو غوښتنه وکړه او ویې ویل، د یوه سولهییز، خپلواک او متحد هېواد په توګه د افغانستان ملاتړ کوي.
دوی همداراز د یو داسې ټولشموله حکومت د جوړېدو پر اهمیت ټینګار کړی چې، د افغانستان د ټولنې د ټولو پرګنو ګټې تمثیل کړي، ځکه چې د دوی په باور دا د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره یو کلیدي عنصر دی.
د ډلهییز امنیتي تړون سازمان، چې په ۲۰۰۲میلادي کال کې جوړ شوی؛ بلاروس، قزاقستان، روسیه، تاجکستان، ارمنستان او قرغیزستان یې غړي هېوادونه دي.
د ډلهییز امنیتي تړون ګډې امنیتي شورا اعلامیه، چې په استانه کې د دغه تړون د سرمشریزې په پای کې خپره شوې، پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د دې هېواد د زېربناو د پراختیا لپاره د بشري مرستو کچه لوړه کړي.
د قرغیزستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر پرون (پنجشنبې) وویل چې د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) په سرمشریزه کې د تاجکستان-افغانستان د پولې د لا پیاوړتیا پرېکړه وشوه.
د ډلهییز امنیتي تړون د مشرانو په غونډه کې د تاجکستان-افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره هدفمن پروګرام تایید شو.
روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځلونو د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیت په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.
د تاجکستان-افغانستان د پولې د پیاوړتیا پرېکړه په داسې حال کې وشوه چې، د تېرې لړم میاشتې په ۲۷مه یوې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې د تاجکستان په ختلان ولایت کې په یوه برید کې یو چینايي وګړی وواژه.
لهدې پېښې وروسته د طالبانو او تاجکستان ځايي چارواکو د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره په خپل منځ کې خبرې وکړې او د تاجکستان دوو سرچینو، چې پهدې اړه پلټنه کوي وویل چې، طالبانو ژمنه کړې د چینايي او تاجکستاني اتباعو د حملې د عاملانو په موندلو او نیولو کې به مرسته وکړي.
د سیاسي چارو افغان شنونکی ډاکتر محمدهاشم دانش وايي، سره لهدې چې په تېرو درېيو کلونو کې د افغانستان له لوري د منځنۍ اسیا هېوادونو ته کوم جدي ګواښ نهدی پېښ شوی، خو د دې سیمې هېوادونه د افغانستان په شمال کې د داعش او نورو افراطي ډلو د قوت اخیستو له درکه اندېښنه لري.
نوموړی وايي: "ځینو استخباراتي سرچینو ویلي دي چې طالبانو د افغانستان له شمال څخه درنې وسلې ایستلي دي، دې مسئلې له کبله ځینې هېوادونه اندېښمن شوي او داسې فکر کوي چې، احتمال شته د افغانستان په شمال کې داعش او يا د منځنۍ اسیا سختدریځې ډلې په شمال کې فعاله شي او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي."
د ډلهییز امنیتي تړون د غونډې برخوالو هېوادونو د نړیوالو او سیمهییزو امنیتي مسایلو په اړه هم بحث وکړ او۱۴ سندونه یې لاسلیک کړل.
د شورا غړي باور لري چې، د اقتصادي اړیکو پراختیا او په سیمهییزو اقتصادي سیسټمونو کې د افغانستان ادغام به د سولې او ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
شورا همدارنګه د افغانستان د وضعیت د تنظیم لپاره د ملګروملتونو تر چتر لاندې د څو اړخیزو پلاتفورمونو پر وړتیا ټینګار وکړ.