د شام خلک په زندانونو کې په لادرکو خپلوانو پسې ګرځي
د سوریې يا شام ګڼ خلک د خپلو خپلوانو د موندلو په هيله، د دمشق د هغه زندان ګېرچاپېره راغونډ شوي چې د بشارالاسد تر دوو لسیزو زیاتې واکمنۍ په مهال پکې د حکومت مخالفين شکنجه کېدل. همداراز خلک که له یوې خوا د اسد د امرانه نظام ختمېدل لمانځي نو له بلې خوا د يو غیریقيني راتلونکې سره مخامخ دي ځکه چې هلته ګڼې وسله والې ډلې فعالې دي. تر ټولو د لویې ډلې، هيئت التحرير الشام ډلې مشر، ابو محمد الجولاني ته دا چيلنج ورترغاړې دی چې څنګه له هغو ډلو سره شريک حکومت جوړ کړي. په شام کې د جولاني د هغې په شمول ګڼې وسله والې ډلې د ملګرو ملتونو لخوا ترهګرې اعلان شوې او بندیزونه یې پرې لګولي دي.
په دې اړه د فرانس پريس خبري اژانس له ويډيو د بشير ګواښ جوړ کړی راپور وګورئ.