Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

اوچا: د بودیجې د کموالي له کبله اړ شو چې په سلګونو طبي مرکزونه وتړو

0
په بشري او د بیړینو مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر Tom Fletcher وایي، افغانان له ډېرو ننګونو سره مخ دي، خو موږ باید د نړیوال پیوستون او ریښتنې انسانیت له مخې د دوی ملاتړ ته دوام ورکړو. نوموړي دغه څرګندونې پرون پنجشنبې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امینت شورا غونډې ته په وینا کې وکړې. هغه وویل، افغانستان نن ورځ په نړۍ کې له دوهم لوی بشري بحران سره مخامخ دی او د دې هیواد نیمایي وګړي زموږ مرستو ته اړتیا لري. ښاغلي فلیچر زیاته کړه چې په ۲۰۲۴ کال کې، ملګرو ملتونو او زموږ بشري شریکانو په افغانستان کې نږدې ۱۸ میلیون وګړو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسولي چې پکې ۵،۱ میلیونه یې ښځې او ۸،۴ میلیونه یې ماشومان وو، چې دا د دې هیواد ناوړه بشري وضعیت ته په پام لویه راوړنه ده.


د ملګروملتونو د بشري مرستو دغې لوپوړي چارواکي د بشري مرستو لپاره د بودیجې کموالي ته په اشاره وویل، سږ کال د بودیجې د کموالي له کبله په سلګونو طبي مرکزونه بندیدوالو ته اړشوي چې په نتیجه کې یې  ۳ میلیونه افغانان له روغتیا پاملرنې څخه محروم شوي، د می له میاشتې راهیسې نژدې ۶ ملیونه کسان د خوړو له میاشتنۍ مرستې بې برخې شوي او د ډیرو نورو د خوړو د مرستو میاشتنۍ اندازه کمه شوې ده.


د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر د افغانستان لپاره د بسپنې د زیاتوالي غوښتنه وکړه او ویې ویل، په دې هیواد کې د بشري عملیاتو لپاره راتلونکې ۲۰۲۵ کال ۲،۴ ملیارډ ډالرو ته اړتیا ده.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Арина Соболенко получила награду WTA за преданность делу и продвижение женского тенниса






Семьи из Москвы претендуют на звание самой спортивной семьи России

В Подмосковье программой «Земля за 1 рубль» уже воспользовались 182 предприятия

Московский спасатель отметил важность создания первого в России Музея героизма

Болгария не будет ужесточать выдачу виз для России из-за присоединения к Шенгену