د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چمپیینز ټرافۍ) په سیالۍ کې انګلستان (انګلينډ) ته په ۸ منډو ماتې ورکړه. د فبرورۍ پر ۲۶مه د پاکستان د لاهور په قذافي لوبغالي کې تر سیالۍ وروسته اوس افغانستان چانس لري چې نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي خو باید خپله دویمه سیالي هم وګټي. د سیالیو لیدو ته ګڼ افغانان هم ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.