Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2025

اتلانو جام: د پاکستان او بنګلادېش ترمینځ سیالي د باران له وجې لغوه شوه

0
د پاکستان او بنګلادېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمینځ د اتلانو جام (چمپیینز ټرافۍ) سیالي د باران لعه وجې لغوه شوې ده.

ټاکل شوې وه چې د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د فبرورۍ د ۲۷مې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر دوو او د کابل پر یوه نیمه بجه پیل شي، خو د باران له وجې وځنډېده او بیا د سیالۍ منتظمینو لغوه کړه. له دې سره دواړو لوبډلو یوه، یوه نمره ترلاسه کړه. 


پاکستان او بنګلادېش تر دې وړاندې په اتلانو جام کې خپلې دواړه سیالۍ بایللې وې او په دې توګه له نیمه پایلوبې پاتې شوي دي. 


تر دې یوه ورځ مخکې افغانستان د لاهور په قذافي لوبغالي کې انګلستان (انګلینډ) ته په اتو منډو ماتې ورکړه.


د هغې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې (بیټېنګ) پرېکړه وکړه. د لوبې په پیل کې افغانستان درې لوبغاړي ژر وسوځېدل خو ابراهیم ځدراڼ او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي بیټېنګ ته دوام ورکړ او چې مجموعي منډې ۱۴۰ ته ورسېدې نو شهیدي په ۴۰ منډو وسوځېد. وروسته عظمت الله عمرزي له ځدراڼ سره توپوهنې ته دوام ورکړ. عمرزی په ۴۱ منډو وسوځېد.


ابراهیم ځدراڼ د پاڼۍ په وروستي اوور کې په ۱۷۷ منډو وسوځېد او په هم هغه اوور کې محمد نبي هم په ۴۰ منډو اوټ شو. افغان لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۵ منډې وکړې.


د انګلینډ جافرا ارچر درې، لېیام لېوېنګسټن دوه او جیمي اورټن او عادل رشید یوه، یوه وېکټه واخیسته.


په ځواب کې د انګلستان لوبډلې تر اووم اوور پورې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل خو بیټرانو یې نسبتاً چټکه توپوهنه وکړه او د منډو تناسب یې د اوورونو له تعداد سره سم وساته.


د لوبې په جریان کې تر څه وخته انګلستاني بیټران پر افغان بالرانو غالب برېښېدل خو په وروستیو اوورونو کې یې نه یوازې وېکټې وبایللې بلکې افغان توپ اچوونکو یې د زیاتو منډو کولو مخه هم ونیوله.


د انګلستان ټول لوبغاړي په ۵۰م اوور کې په ۳۱۷ منډو وسوځېدل. د انګلینډ جو روټ ۱۲۰، جاس بټلر او بېن ډکېټ ۳۸، ۳۸ منډې وکړې. عظمت الله عمرزي پینځه، محمد نبي دوه او ګلبدین نایب، راشد خان او فضل الحق فاروقي یوه، یوه وېکټه واخیسته.


ټاکل شوې چې افغانستان او اسټرالیا د فبرورۍ پر ۲۸مه د لاهور په قذافي په لوبغالي کې یو بل ته مخامخ شي.


د اتلانو جام په سیالیو کې اته غوره لوبډلې برخه اخلي چې ورڅخه یې پاکستان، بنګلادېش، هند او نیو زیلینډ په الف او افغانستان، اسټرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا په ب ګروپ کې دي.


د فبرورۍ پر ۱۹مه پيل شوې دا سیالۍ په پاکستان او دوبۍ کې کېږي چې نيو زيلينډ او هند پکې خپلې لومړۍ دوه سیالۍ ګټلې او نيمه پايلوبې (سیمي‌ فاینل) ته رسېدلې دي.


له اتو لوبډلو څخه، پاکستان او بنګلادېش په خپلو درو سیاليو کې دوه، دوه لوبې بايللې او له دې لوبلړۍ بهر شوي دي. افغانستان خپله لومړۍ سیالي د جنوبي افریقا او انګلینډ د اسټرالیا پر وړاندې بایللې وه.


د اتلانو جام د سیاليو پايلوبه یا فاینل به د مارچ پر نهمه کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Анна Калинская отказалась от участия в WTA 500 в Мексике: её заменит Векич






Додон: Молдавия не сможет юридически закрыть «Русский дом»

Сборная Крыма по киокушин успешно выступила на международном турнире

Собянин открыл исторический культурный центр «Москвич» после реконструкции

В Москве суд отправил под домашний арест бывшего замминистра транспорта Чалика