ملګري ملتونه وايي جګړو او طبیعي ناورینونو مېلیونونه افغانان اغېزمن کړي
ملګري ملتونه وايي د جګړو، طبیعي ناورینونو او د مالي مرستو د کمبوت له وجې په اسیا او په ځانګړې توګه په افغانستان کې خلک له لوږې او خوارځواکۍ سره مخامخ شوي دي. د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي چارواکي د سېپټېمبر پر ۱۶مه د نړیوالو مرستو کمي ته په اشاره ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام دوه کاله وړاندې په افغانستان کې ۱۰ مېلیونه وګړو ته مرستې ورکولې خو اوس دوی یوازې یو نیم مېلیونه خلکو ته مرستې رسولی شي.
د اسوشيېټېډ پریس خبري اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.