د م.م ښځینه کارکوونکې: د دوی نه کارکولو اړمنې ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځایي ښځینه کارکوونکې وایي، د دوی نه کارکولو د اړمنو ښځو پر ژوند ناوړه اغیز کړی دی.
د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې درې میاشتې وړاندې کارځایونو ته له تګه منع شوي او همدا پرون د دغه سازمان د ښځو څانګې یو ځل بیا د یاد بندیز د لرې کېدو غوښتنه وکړه.
