Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2017

جمعیت ګوند: داوود ته به اجازه ورنه‎کړو چې د بلخ د والي په توګه کار پیل کړي

0
د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند وايي، دوی به انجینیر داوود ته اجازه ورنه‎کړي چې د بلخ د والي په توګه خپل کار پیل کړي، که ولسمشر د عطا محمد نور د لېرې کېدو په اړه پر خپلې پريکړې بیا غور ونه‎کړي.


د دغه ګوند د ویاند مرستیال ذبیح فطرت د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه ګوند به د بلخ له ولایت څخه د ښاغلي نور د لېرې کېدو په غبرګون خپل شرایط اعلان کړي.


د بلخ لپاره تازه ګمارل شوي والي محمد داوود له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې هرکله د ملي وحدت حکومت مشرتابه امر وکړي، دی به په رسمي ډول د بلخ د نوي والي په توګه خپله دنده پیل کړي.


ښاغلي داوود وویل، دی د جمعیت اسلامي ګوند په رضایت دغې دندې ته ګمارل شوی دی چې دده په وینا د دغه ګوند مشر صلاح الدین رباني د ده له ګمارنې سره مخالفت نه درلود.


ښاغلي داوود دغه راز ویلي چې عطا محمد نور په بلخ کې ډېر کار کړی، خو وایي د اداري فساد په ګډون ځینې ستونزې شته چې دی به یې د اصلاح لپاره هڅه وکړي.


د عطا محمد نور د استعفا په اړه د افغان ولسمشر پریکړه د جمعیت اسلامي ګوند له‎خوا له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса