Добавить новость
ru24.net

World News in Pashto

Новости от Russia24.pro

Russia24.pro Каталог
Май
2026
1 2 3 4 5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

Все новости

د سېلونو دوام، دا ځل یې شمال ختیځو ولایتونو کې د سر او مال زیان پیښ کړی

Pa.azadiradio.com 

په تخار او بدخشان کې سیلونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د بدخشان سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دې ولایت په بهارک او اورګو ولسوالیو کې د سیلونو له امله دوه تنه مړه شوي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

هایلایټ؛ لنډ او مهم خبرونه له صفي الله ستانکزي سره

Pa.azadiradio.com 

د هرمز تنګي د ازادۍ پروژې عملیات پيل شوي. ایران وايي د امریکا یوه جنګي بیړۍ یې نه ده پرېښې چې دغه تنګي ته ننوځي. سېلونو تخار او بدخشان کې څلور کسان مړه کړي. او شکیرا په برازیل کې وړیا کنسرټ ورکړی. دوو میلیونو کسانو پکې ګډون کړی.

له رواني فشار سره مخ ځینې افغان نجونې او ځوانان؛ بیکاري او بندیزونه یې لوی لاملونه ګڼل کېږي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر عام افغانان په ځانګړي ډول نجونې او ځوانان وایي د بېلابېلو ننګونو او د طالبانو حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله له روحي او رواني فشارونو سره مخ دي. دوی ازادي راډیو ته وویل، د کاري فرصتونو کمښت، اقتصادي ستونزې او پر نجونو د زده کړو لګول شویو بندیزونو یې عمده لاملونه دي. ارواپوهان هم وايي، دا وضعیت، ستونزې او محدودیتونه د خلکو پر رواني روغتیا مستقیم اغېز لرلی شي.

له پاکستان او ایرانه راستانه شوي کډوال؛ بې کارۍ او بې وزلۍ له ستونزو سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر هغه افغانان چې له پاکستان او ایرانه بیرته راستانه شوی وايي د بې روزګارۍ له دوامداره ستونزې سره مخ دي، چې له امله یې د دوی اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شوي دي. دغه راستانه شوي افغانان د طالبانو له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د کار د فرصتونو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.

بهرنۍ سیلانۍ د طالبانو له هرکلي سره مخ دي؛افغان ښځې بیا کورونو کې ایسارې

Pa.azadiradio.com 

بهرنۍ سیلانیانې په اسانۍ افغانستان ته سفر کوي. له دې ډلې اندریا مېن چې د فلیپین اوسیدونکې او سیلانۍ ده په وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی وو او وايي په یوه ورځ کې یې د افغانستان ویزه واخیسته او په اسانۍ یې سفر وکړ. اندریا ټینګار لري چې د افغان ښځو د درد او کړاو کیسې یې واورېدې خو تر څنګ یې د هغوی مبارزه هم وستایله. اخوا بیا په طالبانو نیوکې دي چې د بهرنیو ښځینه سیلانیانو هرکلی کوي او اسانتیاوې ورته برابروي خو افغان مېرمنې او نجونې یې په کورونو کې ایسارې کړي. صفي الله ستانکزی په دې موضوع راپور لري.

امریکا نن دوشنبې په هرمز تنګي کې د " ازادي پروژې " په نوم عملیات پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام اعلان کړی چې ۱۵۰۰۰ امریکایي سرتیري به د هرمز تنګي د ازادي پروژې عملیاتو کې برخه واخلي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې واشنګټن به د دوشنبې په سهار د " ازادي پروژې " عملیات پیل کړي ترڅو د هرمز تنګي څخه د غیر ښکیلو هیوادونو کښتۍ او عمله په خوندي ډول وباسي. هغه دا عمل "بشردوستانه" وباله او ویې ویل چې په فارس خلیج کې بند پاتې ځینې کښتۍ د خوړو او اړینو توکو له کمښت سره مخ دي. تر دې اعلان وروسته د ایران پوځ ادعا کړې چې هرمز تنګي ته یې د امریکا د یوې پوځي جنګي بېړۍ د ننوتلو مخه نیولې. Читать дальше...

چارواکي وایي، له جرمني افغانستان ته په جرمونو کې د ښکیلو کسانو د لیږلو بهیردوام لري

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، افغانستان ته په جرمني په جرمونو کې د ښکیلو افغانانو د لیږلو بهیر دوام لري. الکساندر دوبرینت د یکشنبې په ورځ د جرمني اې آرډي شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د جرمني حکومت پلان لري چې افغانستان ته د مجرمینو لیږلو ته دوام ورکړي او دغه بهیر اوس هره اونۍ ترسره کیږي. هغه همدارنګه وویل چې حکومت یې په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره د دې موضوع په اړه خبرې مخ ته وړي او زیاته یې کړه، هغه کسان چې پردې بهیرانتقاد کوي باید په دې پوه شي چې که سخت مجرمین پریږدي چې په دې هیواد کې... Читать дальше...

په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د دوبۍ په نړیوال هوایي ډګر کې د مسافروتګ راتګ ډیرکم شوی

Pa.azadiradio.com 

د دوبۍ د رسنیو دفتر نن دوشنبې اعلان وکړ چې د منځني ختیځ د جګړې پر مهال پر متحده عربي اماراتو د ایران د بریدونو له امله، په مارچ میاشت کې د دوبۍ د نړیوال هوايي ډګر د مسافرو شمېر ۶۶ سلنه کم شوی او ۲،۵ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی. د چارواکو په وینا، دا د پام وړ کموالی د سیمې په هوايي حریم کې د پراخو ګډوډیو او د الوتنو د مهالویشونو د محدودېدو له امله رامنځته شوی دی. د دوبۍ هوايي ډګر، چې د نړۍ له تر ټولو بوختو هوايي ډګرونو څخه ګڼل کېږي، په وروستیو اوونیو کې څو ځله د بې ‌پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدلی دی. Читать дальше...

د مسکو ښاروال: کریملین ته نژدې پر یوه لوړپوړیزه ودانۍ د ډرون برید شوی

Pa.azadiradio.com 

د مسکو ښاروال وایي چې د ډرون په یوه برید کې له کریملین څخه څو کیلومتره لرې د اپارتمانونو یوه لوړ پوړیزه ودانۍ په نښه شوې وه. سرګې سوبایانین وویل چې په دغه پیښه کې چې نن دوشنبې سهاروختي رامنځته شوې، چاته زیان ندی اوښتی. په تصویرونو کې ښکاري چې په لوړو پوړونو کې یو یا دوه اپارتمانونه زیانمن شوي او خاورې خښتې یې پرځمکه پرتې دي. په عین حال کې د اوکراین د خارکیف سیمې والي وویل چې د روسیې د توغندیو په تازه برید کې درې کسان مړه او اته نورټپیان شوي دي. دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې کیف اعلان وکړ... Читать дальше...

د ارمنستان پلازمینه روانه اونۍ د اروپایي ټولنې د دو سرمشریزو کوربه دی

Pa.azadiradio.com 

روانه اونۍ به د ارمنستان پلازمینه ایریوان د اروپا په مشرۍ د دوو سرمشریزو کوربه وي. د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان او د اروپایي شورا ریس انتونیو کوستا به نن دوشنبې د اروپایي سیاسي ټولنې د سرمشریزې کوربه توب وکړي چې له ۴۰ څخه زیات مشران او چارواکي پکې ګډون کوي. اکثره ګډونوال هم د اروپایي ټولنې په غړیو هیوادونو پورې تړلي دي. تردې یوه ورځ وروسته به د اروپایي ټولنې مشران د دې ټولنې او ارمنستان ترمنځ یوه سرمشریزه ترسره کړي. ارمنستان چې په وچه کې ایساراو نفوس یې نژدې درې ملیونه دی، له اذربایجان سره له... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса