Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2017

د استرالیا پولیسو هغه ۲ تنه نیولي چې خلکو یې په موټر وهلي

0
د اسټرالیا پولیسو وروسته له هغه دوه تنه نیولي چې په ملبورن ښار کې یوه کس خپل موټر پر پیاده‌رو وروست او لږ تر لږه ۱۳ تنه‌یې ټپیان کړل.


د ویکتوریا پولیسو نن وویل چې دا پېښه د ښار په مرکز کې شوې چې موټر چلوونکی له یوه بل کس سره نیول شوی دی.


پولیسو وروسته ویلي چې دا یو قصدي عمل وو، خو وایي لا ډېر وختي دی چې هغه ترورېستي اقدام وګڼي.


د ښار د امبولانس خدماتو ادارې ویلي چې ۱۳ تنه روغتونونو ته وړل شوي او د ځینو ټپونه جدي دي.


سیمه‎ییزو رسنیو بیا د ټپیانو شمېر تر ۱۹ ډېر ښودلی دی.


دا پېښه په فلیندر سړک کې داسې مهال شوې چې په سیمه خلک د کرېسمس جشن په تیاریانو بوخت وو.


د روان میلادي کال په جنوري کې هم په ملبورن ښار کې ورته پېښه شوې وه چې شپږ تنه په‎کې ووژل شول.


پولیسو ویلي وو چې هغه ترورېستي پېښه نه‎وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса