Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2017

د روسیې ولسي جرګې له سوریې سره د یوې موافقې لایحه تصویب کړه

0
د روسیې ولسي جرګې یا دولتي دوما پرون له سوریې سره د هغې موافقې لایحه تصویب کړه چې روسیې ته د تارتوس Tartus په نوم د سمندري اډې د کرایې موده د ۴۹ کلونو لپاره تمدیدوي.


دا لایحه له سوریې څخه د روسیې د پوځ د لویې برخې د اېستلو په اړه د ولسمشر ولادیمیر پوتین له څرګندونو لس ورځې وروسته تصویب شوه.


پوتین په عین حال کې ژمنه کړې وه چې په سوریه کې د روسیې پوځي حضور ته به دوام ورکړي.


د موافقې له مخې سوریه د مدیترانې په سمندرګي کې په تارتوس اډه کې روسیې ته د راتلونکو ۴۹ کلونو لپاره د ۱۱ جنګي کښتیو د ساتنې اجازه ورکوي.


روسیې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د داعش ډلې پرضد په عملیاتو کې د بشارالاسد له رژیم سره په هوايي عملیاتو کې مرسته کوي، خو متحدایالات د رژیم د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса