Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2017

دفاع وزارت "م.م" د پاکستان د استازې څرګندونې له حقیقت لېرې بولي

0
د افغانستان دفاع وزارت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازې وروستۍ څرګندونې له حقیقت لېرې بولي او وايي، د ترهګرو ټول امن پټن‎ځایونه په پاکستان کې دي.


د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري پرون شپه دا خبره ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل ټوله نړۍ تائیدوي چې پاکستان د ترورېستانو امن ځاله ده.


په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودهي د ډیسمبر په ۲۱ مه ویلي په هېواد کې یې د ترورېزم امن ځالې نشته او د دې په خبره ترهګر د افغانستان په هغه ۴۰ فیصده خاوره کې ځای لري چې افغان حکومت پرې کنټرول نه‎لري.


پاکستان په داسې حال کې ځان د ترهګرو له ملاتړي سپین بولي چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس تېره اوونۍ افغانستان ته په سفر کې ټینګار وکړ چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې تروریستي ډلو ته پناه ورکړې او لا هم دا کار کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса