Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2017

ناوالني د روسیې انتخاباتو کې د کاندېدو په خاطر ملاتړ تر لاسه کړی

0
د روسیې د اپوزیسیون مشر وايي، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندېدو په خاطر یې په کافي اندازه ملاتړ تر لاسه کړی دی.


الکسي ناوالني دا څرګندونې پرون په مسکو کې د خپلو شاوخوا ۸۰۰ پلویانو یوې غونډې ته وکړې.


ناوالني چې د ولادمیر پوتین یو منتقد او سیاسي مخالف دی پوتین یې یو "بد ولسمشر" یاد کړ او ویې ویل، په شلو ښارونو کې یې په کافي اندازه امضاوې ټولې کړي چې په مټ به یې په انتخاباتو کې د کاندید په صفت ځان ته لار هواره کړي.


هغه وویل، ټولو ته معلومه ده چې اوس پوتین ډېر ملاتړي نه‎لري:


"موږ ټولو سږ کال ولیده چې د روسیې په هېڅ ځای کې د پوتین «د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین» او د هغه د څوکۍ ډېر ملاتړي نشته."


ناوالني د مسکو په لېرمونتوف پارک کې خپلو پلویانو ته سره له دې چې حکومت د غونډې اجازه نه‎وه ورکړې خبرې وکړې.


د هغه پلویانو په ۱۹ نورو ښارونو کې هم ورته غونډې کړې دي.


د ۲۰۱۸ کال انتخاباتو ته ولسمشر ولادمیر پوتین هم ځان کاندیدوي او د الکسي ناوالني د کاندیدي مخه یې په دې نیولې چې دی په یوه جنايي قضیه کې محکوم پېژندل شوی او که چېرته له دې محکومیت خلاص شي یا په یوه خاصه توګه دا تورونه ترې لېرې شي انتخاباتو کې ګډون کولای شي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса