د مصر پولیسو ۹ کسان چې د پوځیانو په برید کې ښکېل بلل کېږي وژلي
دغه کسان په سینا ټاپووزمه کې وژل شوي دي.
د مصر کورنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې وژل شوي کسان د هغې ډلې غړي وو چې د سینا ټاپووزمې په شمال کې په امنیتي پوستې او پوځي مرکز حمله کړې وه او پوځیان یې وژلي وو.
وروسته له هغه چې د مصر پخوانی ولسمشر محمدمرسي په ۲۰۱۳ کال کې له واک لېرې شو او عبدالفتاح السیسي یې ځان ونیوه د تُندلارو ډلو حملې ورځ تر بلې زیاتې شوي دي.
تازه د مصر پولیسو په یوه بل خبر کې تائید کړې چې په قاهره ښار کې یې نهه کسان له وسلو او چاودیدونکو سره یوځای نیولي دي.
