په سمنګان کې د کرنیزو توکو یوه سړه خونه ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي
د سمنګان د کرنې او مالدارۍ رئیس همایون حبیب نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د دغې سړې خونې چارې په یو کال کې بشپړې شوې او د ۴۰ ټنو کرنېزو محصولاتو د ساتنې ظرفیت لري.
نوموړی وايي، دغه سړه خونه د کرنې او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ د ۴۰ زرو ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده.
د ښاغلي حبیب په خبره، بزګران کولای شي چې په بېلابېلو موسمونو کې په دغو سړو خونو کې خپل کرنېز توکي وساتي او په مناسبه بېه یې وپلوري.
