د عطا محمد د وروستیو څرګندونو په اړه د عبدالله عبدالله غبرګون
عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا د غونډې په پیل کې رسنیو ته وویل:
"استعفا زموږ کار نهو او دا چې یې ویلي، ۸۰ سلنه په استعفا کې زه مسؤل وم، خو زه یوازې ۲۰ یا ۱۵ ورځې مخکې د لومړي ځل لپاره مې هوکړه وکړه چې دا کار ترسره شي او استعفا اعلان شي."
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ پخواني والي په خپلو وروستیو څرګندونو کې په تُنده لهجه اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله عزت پلورونکی او د لسټوني مار یاد کړی او ټینګار یې وکړ چې نوموړی یې د استعفا په مسئله کې ۸۰ فیصده لاس لري.
