Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2017

د ارزګان چارواکي: ترینکوټ کې ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي

0
د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، له پرون راهيسې په مرکز ترینکوټ کې ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.


د دوى په خبره په وژل شويو کې د دوى څو قوماندانان هم شامل دي او ۱۳ تنه‌يې ژوندي نیول شوي دي.


د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت‌شاه قیمتي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه شمېر وسله‌وال پرون او تېره شپه د ترينکوټ په سوله او مهراباد سيمو کې وژل شوي دي.


ښاغلي قيمتي وويل، عمليات به د سيمو تر تصفيې پورې دوام کوي.


په ترينکوټ کې د څلورمې پلې لوا قوماندان وايي، په دغو عملياتو کې لسګونه کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ کړاى شوي دي.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې. 


د ترينکوټ په شمال ختيځ کې له پنځو ورځو راهيسې پوځي عمليات روان دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса