Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2017

د لغمان چارواکي: د پوځي عملياتو په نتيجه کې ٧ تنه مخالفین وژل شوي

0
په لغمان کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې ٧ تنه مخالف وسله‌وال وژل شوي چې يو په‌کې د دوى قوماندان او بل د هغه مرستيال دى. 


ويل شوي چې دغه پوځي عمليات تېره شپه د الينګار ولسوالۍ په ځينو سيمو کې شوي دي. 


د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۴» رسنيو ته په لېږلي صوتي پيغام کې وويل:


"تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د الینګار ولسوالۍ اړوند د قصبې، سلینګار، نیمنانیو او شینګاریو په سیمو کې خاص هوايي او ځمکني عملیات کړي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د مخالفینو یو مشهور قوماندان او د نوموړي د مرستیال په ګډون په‌کې ۷ کسه مخالفین وژل شوي دي."


د والي وياند وايي، په دغو عملياتو کې درې نور مشکوک کسان نيول شوي دي. 


د والي وياند وايي، د وسله‌والو وژل شوى قوماندان امر الله او د هغه مرستيال حمد الله نومېږي چې په ابوبکر مشهور و.


د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса