Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2017

په کابل کې د هند سفیر د سیمې د امنیت په اړه د افغان ولسمشر دریځ ستایلی

0
په کابل کې د هند سفیر من پریت وهرا د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت په اړه د افغان ولسمشر دریځ ستایلی او د خپل هېواد له ملاتړه‌یې ډاډ ورکړی دی.


من پریت وهرا پرون د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره لیدلي دي او دا څرګندونې یې کړې دي.


د هند د سفیر ښاغلي وهرا د څرګندونو په اړه د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه ازادي راډيو ته وویل:


"د هندوستان سفیر وویل چې د دوی د سیمې د ثبات او امنیت په برخه کې د افغان ولسمشر له لرلید ملاتړ کوي. ده وویل هڅه کوي چې د افغانستان له اقتصادي پروګرامونو په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د ملاتړ فضا رامنځته او پیاوړې کړي."




د من پریت وهرا او حنیف اتمر د لیدنې په اړه د ملي امنیت شورا همداراز یو بیان هم خپور کړی چې په‌کې د هند له بشري مرستو او له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ستاینه شوې ده.


د هند او افغانستان اړیکې له پخوا هم ښې وې او د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له هنده غوښتي څو له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي د دوو هېوادونو اړیکې لا تودې شوې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса