دفاع وزارت "م. م" کې د پاکستان د استازې څرګندونې له حقیقت لیرې بولي
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري پرون شپه دا خبره ازادي راډیو ته وکړه او ویېویل ټوله نړۍ تائیدوي چې پاکستان د ترورېستانو امن ځاله ده.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودهي د ډسمبر په ۲۱مه ویلي په هېواد کې یې د ترورېزم امن ځالې نهشته او د دې په خبره ترهګر د افغانستان په هغه ۴۰ فیصده خاوره کې ځای لري چې افغان حکومت پرې کنټرول نهلري.
پاکستان په داسې حال کې ځان د ترهګرو له ملاتړي سپین بولي چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس تېره اوونۍ افغانستان ته په سفر کې ټینګار وکړ چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې ترورېستي ډلو ته پناه ورکړې او لا هم دا کار کوي.
