ناوالني د روسیې په انتخاباتو کې د کاندیدو په خاطر ملاتړ تر لاسه کړی
الکسي ناوالني دا څرګندونې پرون په مسکو کې د خپلو شااوخوا ۸۰۰ پلویانو یوې غونډې ته وکړې.
ناوالني چې د ولادیمیر پوتین یو منتقد او سیاسي مخالف دی پوتینیې یو "بد ولسمشر" یاد کړ او ویېویل، په ۲۰ ښارونو کې یې په کافي اندازه امضاوې ټولې کړي چې په مټ بهیې په انتخاباتو کې د کاندید په صفت ځان ته لار هواره کړي.
هغه وویل، ټولو ته معلومه ده چې اوس پوتین ډېر ملاتړي نهلري.
دی زیاتوي:
"موږ ټولو سږ کال ولیده چې د روسیې په هېڅ ځای کې د پوتین «د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین» او د هغه د څوکۍ ډېر ملاتړي نهشته."
ناوالني د مسکو په لېرمونتوف پارک کې له خپلو پلویانو سره له دې چې حکومت د غونډې اجازه نهوه ورکړې خبرې وکړې.
د هغه پلویانو په ۱۹ نورو ښارونو کې هم ورته غونډې کړې دي.
د ۲۰۱۸ کال انتخاباتو ته ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ځان کاندیدوي او د الکسي ناوالني د کاندیدۍ مخهیې په دې نیولې چې دی په یوه جنايي قضیه کې محکوم پېژندل شوی او که چېرته له دې محکومیت خلاص شي یا په یوه خاصه توګه دا تورونه ترې لیرې شي انتخاباتو کې ګډون کولای شي.
