پاکستان له کلبوشن یادو سره د هغه د مېرمنې او مور د کتو اجازه ورکوي
د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د یکشنبې په ورځ په ټوېترپاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې په نوي ډیلي کې د پاکستان عالي کمیشنرۍ دواړو ښځو ته ویزې ورکړي چې نن له کلبوشن یادو سره د لیدو لپاره په الوتکه کې اسلام اباد ته ورشي.
یادو د ۲۰۱۶ میلادي کال په مارچ میاشت کې وروسته له هغې چې له ایرانه پاکستان ته داخل شو، د پاکستاني چارواکو له خوا ونیول شو.
فیصل وویل، نوموړی د دغې کتنې لپاره له زندانه د بهرنیو چارو وزارت ته راوستل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دغه راز وویل چې هند غوښتنه کړې چې پاکستان دې د امنیتي دلایلو له امله خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چې د هغه د کورنۍ له غړو سره خبرې وکړي.
د پاکستان پوځ ویلي چې یادو په اسلام اباد کې د پوځ لوی درستیز ته د بخښنې غوښتنه وړاندې کړې چې پرده رحم وکړي.
