Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2017

منیره یوسف زاده: د بلخ نوی والي به ډېر ژر رسماً معرفي شي

0
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د بلخ د نوي والي د معرفي کېدو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی او ډېر ژر به هغه رسماً معرفي شي.


د دې ادارې وياندې منيره يوسف‌ زاده نن ازادي راډيو ته وویل، دا اداره مکلفه ده چې په دې اړه د ولسمشر حکم عملي کړي.


نوموړې وویل:


"د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره مسؤلیت لري چې د ولسمشر حکم عملي کړي او هغه ته ژمنه ده او موږ به د بلخ نوی والي چې انجنیر داود دی، هغه رسماً په بلخ ولایت کې سیمه ییزو چارواکو او خلکو ته معرفي کوو."


د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور چې استعفا یې ارګ منظوره کړې، بیا وایي چې دی اوس هم والي دی او خپل کار ته به ترهغه دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند رهبري له ده د دریځ د بدلېدو غوښتنه وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса