په امریکا کې سلګونو کسانو د وسلو ټولولو په یوه پروګرام کې ګډون وکړ
چارواکو د تېرې شنبې په ورځ وویل چې ډېرو خلکو خپلې وسلې د پیسو په بدل کې دغه پروګرام کې چې د سنټ لویز د ښاروالۍ له خوا تنظیم شوی و، تسلیم کړې او وسلې دومره زیاتې وې چې نور یې د پیرلو لپاره ښاروالۍ پیسې نه درلودې.
سږکال په سنټ لویس کې له دوو سوو زیات قتلونه ثبت شوي چې دا په وروستیو ۲۰ کلونو کې ترټولو ستره شمېره ده.
چارواکي د دغو قتلونو ترشاه اصلي عوامل د وسلو ډېروالی او په واټونو کې خشونت بولي.
د دغه پروګرام په ترڅ کې یوه وسله له پوښتنې پرته له سلو تر دوه سوو ډالرو پورې رانیول شوې ده.
د سنټ لویس د وکیلانو اتحادیې او یو شمېر افرادو او کمپنیو د دغه پروګرام لپاره ۱۲۵ زره ډالر راټول کړي وو.
د پیسو د کمښت له کبله یو شمېر خلک له خپلو وسلو سره بېرته کورونو ته تللي دي.
پولیسو وویل، ۳۳۰ تومانچې، ۵۳۳ ټوپک او ۶ ماشینګڼې پیرل شوي دي چې ټولې دغه وسلې به له منځه وړل کېږي.
ورته یو بل پروګرام هم د نوي ۲۰۱۸ میلادي کال لپاره په پام کې نیول شوی دی.
