د زیمبابوی په وړاندې د کرکټ د افغان لوبډلې تمریناتي کمپ دوام لري
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه تمریناتي کمپ کې ۲۵ لوبغاړي برخه لري چې له ډلې به يې یوازې ۱۸ لوبغاړي ملي لوبډلې ته غوره شي.
ښاغلی هوتک وايي چې په پام کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د راتلونکي کال د فبرورۍ په میاشت کې په عربي متحده اماراتو کې د زیمبابوی پر وړاندې ۵ یو ورځنۍ او شل اورېزې نړیوالې سیالۍ وکړي.
دغه راز د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د نړیوال جام د غواروي په سیالیو کې هم ګډون کوي.
