د هندي افسر "کلبوشان یادو" مېرمنې او مور له نوموړي سره ولیدل
دغه کتنې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اجازه ورکړې وه.
کلبوشان یادو په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شوی دی.
یادو د ۲۰۱۶ میلادي کال په مارچ میاشت کې وروسته له هغې چې له ایرانه پاکستان ته داخل شو، د پاکستاني چارواکو لهخوا ونیول شو.
پاکستان د دغې کتنې په اړه یو تصویر خپور کړی چې پهکې لیدل کېږي، د ښیښې تر شاه دواړه لوري له یو بل سره خبرې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هند ورڅخه غوښتي چې د امنیتي دلایلو له امله خبریالانو ته اجازه ورنهکړي چې د هغه د کورنۍ له غړو سره خبرې وکړي.
د پاکستان پوځ ویلي چې یادو په اسلاماباد کې د پوځ لوی درستیز ته د بخښنې غوښتنه وړاندې کړې چې پر ده رحم وکړي.
