Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2017

چارواکي: د هلمند په مارجه کې د سرحدي ځواکونو ۶ سرتېري وژل شوي

0
د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو ۶ سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.


د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په مارجې ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د سرحدي ځواکونو دغو سرتېرو ته مرګ ژوبله هغه مهال واوښته چې د دوی دوه هاموې ټانکونه د سړک د غاړې پر ماین ور برابر شول.


ښاغلي ځواک دغه‌راز وویل، په دغو عملیاتو کې چې دوه ورځې وړاندې پیل شوي، د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۰ وسله‌وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.


دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مارجې ولسوالۍ د تریخ ناور په سیمه کې د ملکي کسانو پر موټر د ماین په چاودنه کې ۷ تنه ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса