پاکستان له کلبوشان یادو سره د هغه د مېرمنې او مور د کتو اجازه ورکوي
د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د یکشنبې په ورځ په ټویترپاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې په نوې ډېلي کې د پاکستان عالي کمېشنرۍ دواړو ښځو ته ویزې ورکړي چې نن له کلبوشان یادو سره د لیدو لپاره په الوتکه کې اسلاماباد ته ورشي.
یادو د ۲۰۱۶ میلادي کال په مارچ میاشت کې وروسته له هغې چې له ایرانه پاکستان ته داخل شو، د پاکستاني چارواکو لهخوا ونیول شو.
فیصل وویل، نوموړی د دغې کتنې لپاره له زندانه د بهرنیو چارو وزارت ته راوستل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دغهراز وویل چې هند غوښتنه کړې چې پاکستان دې د امنیتي دلایلو له امله خبریالانو ته اجازه نهورکوي چې د هغه د کورنۍ له غړو سره خبرې وکړي.
د پاکستان پوځ ویلي چې یادو په اسلاماباد کې د پوځ لوی درستیز ته د بخښنې غوښتنه وړاندې کړې چې پر ده رحم وکړي.
