Добавить новость
ru24.net
World News
Январь
2018

جوزجان کې د ۳مې ورځې لپاره هم د طالبانو او داعش جګړه روانه وه

0
په جوزجان ولايت کې پرون شنبه د درېيمې ورځې لپاره هم د وسله‎والو طالبانو او داعش ډلې د جنګياليو ترمنځ جګړه روانه وه.


چارواکي وايي، پرون شنبه ماسپښين د داعش ډلې ١٠ تنه وسله‎وال، د طالبانو په حمله کې ووژل شول.


د جوزجان والي وياند محمد رضا غفوري تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:


"د داعش ١٢ کسيزه ډله د قوش تېپې ولسوالۍ له چقمه چقُر سيمې تېرېدله چې وسله‎والو طالبانو ورباندې حمله وکړه، په نتيجه کې يې ١٠ تنه وسله‎وال وژل شوي، يو تن يې نيول شوى او بل تن تښتېدلى دى. د وسله‎والو طالبانو له لوري هماغه ٢ کسان وژل شوي او ٥ تنه يې ټپيان دي. امکان لري دا نښته لا شديده شي."


د والي وياند وايي، نښته هغه وخت پيل شوه چې د طالبانو د نومول شوي والي ورور د داعش ډلې له‎خوا ووژل شو.


په وروستيو کې د جوزجان له قوش تپې او درزاب ولسواليو د داعش ډلې د تحرکاتونه راپورونه ورکول شوي دي.


نه هم وسله‎والو طالبانو، نه داعش ډلې د وروستۍ نښتې په اړه تبصره کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса