په کابل کې ۲ تنه له ۳۰ کیلو ګرامه هیروئینو سره ونیول وشول
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د خاک جبار ولسوالۍ د تره خېلو دښتې په سیمه کې ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین نیولي او په دې تور یې دوه تنه هم نیولي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په روان لمریزکال کې یې ۲۱۴ ټنه بېلا بېل نشه يي مواد په مختلفو سیمو کې نیولي او په دې تور یې ۲۴۶۰ نیول شوي تورن کسان عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړي دي.
