Добавить новость
ru24.net
World News
Апрель
2018

داعش دمشق ته نېږدې له خپلې وروستۍ ساحې وزي

0
د سوريې دولتي رسنيو او يوې څارونکې ډلې وويل، د اسلامي دولت ډلې يا داعش موافقه کړې چې دمشق ته نږدې له خپلې وروستۍ ساحې ووځي.


خو د سرچينو په حواله دا په داسې حال کې ده چې تر پرون پورې د سوريې د پوځ بمباري روانه وه او د يوې بشپړې تسليمۍ موافقه يې ځنډولې ده.


د دولتي خبري اژانس سنا په حواله، د دې موافقې له مخې به د داعش جنګيالي چې پر حجر الاسود سيمه او د فلسطيني کډوالو پر يرموک کمپ کنټرول لري، له دغو ساحو وځي او د سوريې په ختيځ کې به د دې ډلې تر ولکې لاندې بلې سيمې ته ځي.


دا موافقه په داسې حال کې کېږي چې د سوريې حکومت هڅه کوي، له ٢٠١١مېلادي کال راهيسې د اول وار لپاره، پلازمېنه دمشق او اړوندې سيمې يې بېرته په خپله ولکه کې راولي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса