Добавить новость
ru24.net
World News
Апрель
2018

په ارمنستان کې تر ١٨٠ زيات اعتراض کوونکي توقيف شوي

0
د ارمنستان چارواکي وايي، په پلازمېنه يريوان کې تر ١٨٠ زيات کسان توقيف شوي دي.


پوليسو پرون هڅه وکړه د لارو او کوڅو د بندولو د مخنيوي لپاره د اپوزېسيون د ملاتړو مخه ونيسي.


دغه اعتراضونه د صدراعظم په توګه د سرژ سرکسيان د ټاکل کېدو په مخالفت کې پيل شوي دي.


پرون جمعه د پرله پسې اتمې ورځې په مخه هم د پلازمېنې لارو- کوڅو ته په زرګونو مظاهره چيان راووتل.


د ارمنستان د پارلمان غړي او د دغو اعتراضونو مشر، نيکول پاشينيان وويل:


"د ارمنستان خلکو د اداري فساد او غيرعادلانه سياسي سيسټم پرضد بخملي انقلاب اعلان کړى دى، تاسې به خبر ياست چې سرژ سرکسيان په ارمنستان کې د اداري فساد يو سمبول دى."


د اعتراض برخوالو د سرکسيان پرضد شعارونه ورکول او ويل يې چې دى هڅه کوي پر قدرت منګولې ښخې دي.


سرژ سرکسيان چې لس کاله د ارمنستان ولسمشر و، دوې اوونۍ مخکې يې د ولسمشر وروستۍ دوره پاى ته ورسېده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса