Добавить новость
ru24.net
World News
Май
2018

ملي اردو: په کندهار، زابل او ارزګان کې ۶۱ وسله وال مړه او ژوبل شوي

0
په کندهار، زابل او ارزګان کې د ملي اردو ځواکونه د ۶۱ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.


په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د ۲۰۵ اتل قول اردو د درېيمې او څلورمې پلې لوا ځواکونو په عملياتو کې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ۵ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.


سرچينه وایي، د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې هم د ملي اردو د ځواکونو په عملياتو کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي.


په خبر پاڼه کې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د دولت پر وسله والو مخالفينو د ملي اردو په بريدونو کې د ۳۴ وسله والو د وژل کېدو او همداراز د ۹ نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکول شوی دی.


د خبر پاڼې په جزياتو کې د ملي اردو د ځواکونو د تلفاتو يادونه نه ده شوې او نه هم تر اوسه د دولت وسله والو مخالفینو د دغو جګړو په اړه تبصره کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса