د بښنې سازمان: ټرمپ دې میرضاییف د بشري اصلاحاتو راوستو ته وهڅوي
تمه ده د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف د چهارشنبې په ورځ د مې پر ۱۶ مه په واشنګټن کې له خپل امریکایي ساري سره وګوري.
د بښنې نړیوال سازمان د اجرائیه مشرې مارګریت هوانګ له خوا په یوه نوي لیک کې له ډونالد ټرمپ څخه غوښتنه شوې چې واشنګټن ته د میرضیايیف سفر یو ښه فرصت دی چې هغه په ازبکستان کې د اصلاحاتو راوستلو ته وهڅول شي.
ویل کېږي چې شوکت میرضیايیف په ۲۰۱۶ کال کې د ازبکستان د ولسمشر په توګه د دندې له پیله ډېر سیاسي او اقتصادي اصلاحات راوستي، خو مېرمن هوانګ وایي، میرضیايیف باید ډېر کار وکړي، څو په هېواد کې یې بشري حقونه خوندي شي او د خبریالانو، سیاسي ګوندونو، بشري فعالانو او زندانیانو حقونه ډاډمن شي.
تمه ده ټرمپ او میرضیايیف راتلونکې ورځ د سوداګرۍ، پانګونې، د سیمې د امنیت او هم د افغانستان پر موضوع بحث وکړي.
