Добавить новость
ru24.net
World News
Май
2018

لاوروف او ظریف د ایران د اټمي تړون په اړه د نېږدې اړیکو ژمنه وکړه

0
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره موافقه وکړه چې د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون په اړه به نېږدې اړیکې ولري.


سرګي لاوروف او محمد جواد ظریف د دوشنبې په ورځ په مسکو کې سره ولیدل.


لاوروف د دغو خبرو په پیل کې وویل چې د ایران د اټمي تړون ټول پاتې اړخونه د دغه تړون په خوندیتوب کې د پام وړ ګټي لري، نو ځکه د هغه په خبره، ټول په ګډه د یوبل د ګټو دفاع ته اړتیا لري.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر وروسته وویل چې روسیې د دغه تړون د درناوي لپاره چمتووالی وښود.


جواد ظریف تر دې سفر دمخه پیکنګ ته تللی و .


د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ وروسته له هغه د یو شمېر عمده هېوادونو سفرونه پیل کړل چې د امریکا ولسمشر د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو له اټمي تړونه ووت .



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса