Добавить новость
ru24.net
World News
Май
2018

وروستیو طبیعي پېښو په افغانستان کې ۱۶ تنه وژلي او ۱۶ ټپيان دي

0
وروستیو طبیعي پېښو د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې ۱۶ تنه وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.


د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر محمد اسلم سیاس ازادي راډیو ته وویل، د دوی د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر تلفات په بدخشان ولایت کې خلکو ته اوښتي دي.


نوموړي زیاته کړه:


"په ۱۱ ولایتونو کې د سېلابونو، توفانونو او دغه‌راز د ځمکې د ښویېدو له کبله، ۱۶۵ کورونه ویجاړ شوي، ۱۶ تنه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي، شااوخوا ۷۲ کورنۍ د ځمکې د ښویېدو د ګواښ له کبله بې‌ځایه شوي دي."


ښاغلي سیاس د زیانمنو سیمو له خلکو وغوښتل چې د ځمکې د ښویېدو د کوچني ګواښ په لیدو سره اړوندو ادارو ته خبر ورکړي، څو په ډاډه توګه خلک له دغو سیمو وایستل شي.


په تېرو څو ورځو کې د بدخشان، تخار، بغلان او سمنګان ولایتونه د سختو توفانونو او سېلابونو سره مخامخ وو چې د دغو سیمو اوسېدونکي یې له سختو ګواښونو سره مخامخ کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса