Добавить новость
ru24.net
World News
Май
2018

په غزه کې ۵۵ قهرېدلي فلسطینیان وژل شوي او ۲۷۰۰ نور ټپیان دي

0
په غزې تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۵۵ ته لوړ شوی دی.


دا مرګ‎ژوبله او تاوتریخوالی پرون دوشنبه په بیت‎المقدس کې د امریکا د سفارت تر پرانیستل کېدو وروسته د فلسطینیانو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ په شخړو کې رامنځته شوي دي.


د فلسطینیانو روغتیايي سرچینو ویلي دي چې په پرونیو شخړو کې ۲۷۰۰ فلسطینیان ژوبل شوي دي.


اسرائیل وايي، شااوخوا ۴۰ زره فلسطینیانو پرون دوشنبه په غزې تړانګه او نورو سیمو کې مظاهرې وکړې.


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د فلسطینیانو پر ضد د زور له کارولو دفاع کړې ده او ویلي يې دي چې هر هېواد قانوني حق لري چې له خپلو پولو دفاع وکړي.


د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس تازه تاوتریخوالی غندلی دی او هغه‌يې د اسرائیلي ځواکونو په لاس د فلسطینیانو قتل عام بللی دی.


د امریکا ولسمشر د روان کال په سر کې بیت‎المقدس ته د اسرائیل د سفارت د انتقال اعلان کړی و.


فلسطیني ادارې، د امریکا متحدانو او د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې پرېکړې سره سخت مخالفت څرګند کړی دی.


فلسطینیان ختیځ بیت‎المقدس د خپل راتلونکي دولت پایتخت ګڼي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса