په پکتیا کې د صنعت کارانو ټولنه پرانیستل شوه
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغې ټولنې په جوړېدو سره به په پکتیا کې صنعتي او تولیدي فعالیتونه لاپیاوړي شي.
نوموړی زیاتوي چې تر دې دمه ۲۰ تولیدي فابریکو د دغې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړی.
ښاغلی عالمیار وايي چې له دې وروسته به په پکتیا کې د تولیدي فابریکو کارونه منظم او خلکو ته به د کار زمینې هم برابرې شي.
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي چې اوس مهال په نوموړي ولایت کې شااوخوا ۸۰ تولیدي وړې، متوسطې او لوې فابریکې فعالیت لري.
