لاوروف او ظریف د ایران د اټمي تړون په اړه د نږدې اړیکو ژمنه وکړه
سرګي لاوروف او محمد جواد ظریف د دوشنبې په ورځ په مسکو کې سره ولیدل.
لاوروف د دغو خبرو په پیل کې وویل چې د ایران د اټمي تړون ټول پاتې اړخونه د دغه تړون په خوندیتوب کې د پام وړ ګټې لري، نو ځکه د هغه په خبره، ټول په ګډه د یو بل د ګټو دفاع ته اړتیا لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وروسته وویل چې روسیې د دغه تړون د درناوي لپاره چمتووالی وښود.
جواد ظریف تر دې سفر دمخه پیکېنګ ته تللی و .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ وروسته له هغه د یو شمېر عمده هېوادونو سفرونه پیل کړل چې د امریکا ولسمشر د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو له اټمي تړونه ووت.
