IPL: کلکته کېنګ نایټ رایډرز او راجستان رایالز سره مخ کېږي
له دې وړاندې د تېرې شپې په لوبه کې بنګلور پنجاب لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.
د سیالۍ ټاس بنګلور لوبډلې وګاټه او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.
پنجاب لوبډلې د سیالۍ په ۱۶م اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او بنګلور لوبډلې ته يې د ۸۹ منډو هدف ورکړ چې یاد هدف بنګلور د سیالۍ په نهم اوور کې پوره کړ او دغه سیالۍ يې په خپل نوم کړه.