په هرات کې د تکواندو رمضان جام سیالۍ ترسره شوې
د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې روزنکي بشیر ترهکي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو لوبو کې چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت جوړې شوې وې، د ځوانانو او تنکیو ځوانو په ګډون څه باندې ۱۴۰ لوبغاړو ګډون کړی وو .
دغه سیالۍ د تکواندو د فدراسیون لهخوا د یوې ورځې لپاره په هرات کې ترسره شوې.