یاماموتو: د فساد پرضد د مبارزې ستراتيژي د افغانستان تعهد څرګندوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازي، تدامیچي یاماموتو نن سې شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملګري ملتونه په کلکه د افغانستان ترشا چې غواړي له اداري فساد سره مبارزه وکړي، ولاړ دي.
د یوناما راپور نن د فساد پرضد مبارزه، له ستراتيژۍ تر عمله تر سرلیک لاندې خپور شو.
په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د عدلي سیسټم اصلاحات باید چټک شي او سپارښتنه کوي چې د فساد پرضد د مبارزې لنډمهاله ستراتيژي محدود اغېز لري، نو له دې امله باید پر اوږدمهالې ستراتېژۍ کار وشي.
تدامیچي یاماموتو وړاندیز کړی چې د افغانستان حکومت دې د نویو اصلاحاتو او قوانینو د جوړولو لپاره کار وکړي.