Добавить новость
ru24.net
World News
Май
2018

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د فلسطین په اړه بېړنۍ غونډه کوي

0
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن بېړنۍ غونډه کوي چې داسرائيل او د غزې ترمنځ په سرحدي سیمو کې د وروستیو خونړیو پېښو په اړه خبرې په‌کې وشي.


په ملګرو ملتونو کې د کوېټ ډيپلوماتیک مأموریت د امنیت شورا د دې غونډې د رابللو غږ کړی دی.


د اسرائيلي ځواکونو په ډزو کې پرون لږ تر لږه ۵۸ فلسطینیان ووژل شول او ۱۲۰۰ کسان زخمیان شول.


دې کسانو بیت‌المقدس ته د امریکا سفارت د انتقال پر ضد اعتراض کړی وو او اسرائيلي ځواکونو ډزې ورباندې وکړې.


اسرائیل ویلي چې پوځيانو یې له خپلو سرحدونو دفاع کوله او د حماس وسله‌والو هڅه کوله چې د اعتراض کوونکو په جامه کې، پر اسرائیلي لوري حملې وکړي.


دا لا نه‌ده څرګنده شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن څه پرېکړه وکړي او څه ډول بیان به خپرو کړي.


خو د شورا غړو ویلي چې د کوېټ استازو پرون په دې اړه یو بیان برابر کړی وو، خو غړي یې ونه‌توانېدل چې د کوېټ له لوري پر برابر شوي بیان موافقه وکړي او په ګډه‌یې خپور کړي.


د کوېټ له لوري د برابر شوي بیان په خامه کاپي کې چې مطبوعاتو ته رسېدلی، لیکل شوي چې امنیت شورا پر مظاهره‌چیانو د حملې له امله سخت په غصه ده او په اړه‌یې د خپلواکو او شفافو څېړنو غوښتنه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса