Добавить новость
ru24.net
World News
Май
2018

په پکتیا کې د صنعت‌کارانو ټولنه پرانیستل شوه

0
په پکتیا کې د لومړي ځل لپاره د صنعت‌کارانو ټولنه پرانیستل شوه.


د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغې ټولنې په جوړېدو سره به په پکتیا کې صنعتي او تولیدي فعالیتونه لاپیاوړي شي.


نوموړی زیاتوي چې تر دې دمه ۲۰ تولیدي فابریکو د دغې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړی.


ښاغلی عالمیار وايي چې له دې وروسته به په پکتیا کې د تولیدي فابریکو کارونه منظم او خلکو ته به د کار زمینې هم برابرې شي.


د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي چې اوس‌مهال په نوموړي ولایت کې شااوخوا ۸۰ تولیدي وړې، متوسطې او لویې فابریکې فعالیت لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса